The news is by your side.

بهرنیو چارو وزارت د اصلاحاتو په برخه کې همکاري نه کوي

0
د اداري اصلاحاتو خپلواک کمیسیون: بهرنیو چارو وزارت د اصلاحاتو په برخه کې همکاري نه کوي

د اداري اصلاحاتو خپلواک کمیسیون وایي د بهرنیو چارو وزارت په فساد او خپلوۍ پالنه کې ډوب دی. دغه ادارې د لومړي ځل لپاره د افغان حکومت پر یوه وزارت تور لګولی چې فاسد دی، کارکوونکي د خپلوۍ او ګوندي اړیکو په اساس ګوماري او د کارکوونکو ظرفیت یې ټيټ دی. د کمیسیون په خبره یاد وزارت د اصلاحاتو د راوستو په برخه کې ورسره همکاري نه کوي.

د اداري اصلاحاتو د خپلواکې ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دوی هڅه کوي د اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر غنی فرمان عملي کړي خو د بهرنیو چارو وزارت د عملي کولو په برخه کې ورسره همکاري نه کوي.

تر دې وړاندې هم د بهرنیو چارو پر وزارت دا تور و، چې غیر مسلکي کسان ګوماري، ټولې ګومارنې پکې د خپلوۍ او ملګرۍ د اړیکو پر بنسټ وي او ډېری کارکوونکي یې ددغه وزارت لپاره له اړین ظرفیت برخمن نه دي.

(Visited 25 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.