The news is by your side.

جمهور رئیس غني: د لومړي ځل لپاره دوه میلیارده افغانۍ بودجه کوچیانو ته ځانګړې شوې

0

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښین د ولسي تړون ملي پروګرام تر چتر لاندې د کوچیانو د پراختیا ملي کنفرانس اختتامیه غونډه کې چې په سلامخانې ماڼۍ کې جوړه شوې وه، ګډون او وینا وکړه.

په دې غونډه کې چې یو شمېر دولتي مقاماتو، د کوچیانو استازو، مشرانو، ښځو او ځوانانو حضور درلود، په پیل کې د کلیوپراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي وویل، د جمهوررئیس په لارښوونه کوچیان عملاً د ولسي تړون ملي پروګرام کې شامل شول او له دې وروسته ټول وزارتونه د کوچیانو اړوند خپلې پروژې او پروګرامونه د دې ملي پروګرام په اډانه کې ترتیب او تطبیقولی شي.

نوموړي وویل، کوچیان به په ټولو هغو ولایتونو کې چې دوی په کې مېشت دي ۲۰۹ شوراګانې جوړوي او دوی ته د دغه پروګرام په اډانه کې تر ۲۰۲۲ کال پورې دېرش میلیون ډالر ځانګړي شوي او د  لګښت لپاره به یې کوچیان خپلې پروژې، لومړیتوبونه او اړتیاوې په خپله په نښه کوي او په دې برخه کې به له دوی څخه شل سلنه تخنیکي مرسته غوښتل کېږي.

ښاغلي کریمي وویل، پر دې سربېره د کلیوپراختیا وزارت د کوچیانو د اوبو، اقتصادي ودې او د دوی تولیداتو ته د بازارموندنې لپاره ځینې برنامې په پام کې لري. او د سرحدي ولایتونو انکشافي برنامو کې هم کوچیانو ته پاملرنه کېږي چې د لمریزې برېښنا ترڅنګ به نورې اسانتیاوې هم ورته برابرې شي.

ورپسې عبدالبصیر، کمین الله او مروې د بېلابېلو ګروپونو په استازیتوب د کوچیانو د اقتصادي ودې، په سیمه ییزه حکومتولۍ کې د ونډې ورکولو، شهیدانو او معلولینو ته د پاملرنې، د تذکرو د وېش، د سواد او مسلکي زده کړو، د څړځایونو د غصب د مخنیوي او انکشاف، ښځو ته د ونډې، ګرځنده ښوونځیو او کلینیکونو، انکشافي پروژو کې د ونډې، د کوچیانو دودونو او ارزښتونو ته د پاملرنې، د ظرفیت لوړولو، د اوبو د زېرمو، مدرسو او جوماتونو، تحصیلي بورسونو او کانکور ازموینه کې د ځانګړې پاملرنې په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

دوی همدارنګه له جمهوررئیس څخه کوچیانو ته د پاملرنې له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، کوچیانو د هیواد اقتصادي وده او د امنیت تامین کې تل مهم رول لوبولی او په دې برخه کې یې زیاتې قربانۍ ورکړې دي.

ورپسې مریم امرخېل د کوچۍ پېغلې پیغام جمهوررئیس ته واوراوه او ښاغلي زمري احمدزي د ولسي تړون ملي پروګرام تر چتر لاندې د کوچیانو د پراختیا ملي کنفرانس پرېکړه لیک ولوست.

 جمهوررئیس غني د یاد کنفرانس ګډونوالو ته د وینا پرمهال د هیواد د امنیت، اقتصادي ودې، سوداګرۍ او نورو بېلابېلو برخو کې د کوچیانو رول ته په اشارې وویل، تاسې پرېمانه پانګې لرلې او د دې هیواد د ساتنې او دفاع لپاره مو ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

جمهوررئیس په ټینګار وویل، له دې وروسته به هر وزارت او اداره د کوچیانو لپاره کار کوي او امنیتي ځواکونه به ستاسو امنیت ته ځانګړې پاملرنه کوي. هغه زیاته کړه، د هر وزارت په بودجه کې کوچیانو ته یو باب ځانګړی شوی او د لومړي ځل لپاره د کوچیانو لپاره دوه میلیارده افغانۍ چې لا هم کافي نه دي ځانګړې شوي او دا به کال په کال زیاتېږي.

د هیواد جمهوررئیس وویل، د ولسي تړون ملي پروګرام په اډانه کې د کوچیانو د انکشافي شوراګانو له جوړولو وروسته هیڅ وزارت او اداره هم دا پلمه نشي کولی چې کوچیان مشخص ادرس نه لري او د همدغو شوراګانو له منځ څخه باید یوه واحده شورا د کوچیانو په استازیتوب په منظم ډول له کابینې سره په تماس کې وي.

جمهوررئیس وویل، کوچیان یو قوم نه، بلکې لوی ټبر او د ملي وحدت استازي دي . د اوبو د مدیریت په څېر باید د افغانستان مالدارۍ ته هم اساسي پاملرنه وشي.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د وچکالیو او جګړو له امله د دوی زیاته برخه مالداري له منځه تللې، مګر د دې باوجود  له دوی سره عدالت نه دی شوی او په تېرو دوه لسیزو کې هېر شوي او دا د منلو وړ نه ده. هغه زیاته کړه، د کوچیانو په محرومیت د پوهېدو لپاره موږ یو ملي بحث ته اړتیا لرو.

محمداشرف غني وویل، هر وزارت ته مې لارښوونه داده چې د کوچیانو لپاره خپل انکشافي پروګرامونه په درې اونیو کې له ماسره شریک کړي. هغه زیاته کړه، ژر تر ژره د کوچیانو څړځایونو، د اوړي او ژمي مېنو کې د اوبو د اسانتیاو برابرول غواړم او همدارنګه په نویو ابادېدونکو ځمکو کې کوچیانو ته ځانګړې برخه  غواړم او له ځمکو څخه د استفادې لپاره باید د دوی ځوانان وروزل شي.

جمهوررئیس همدارنګه د کرنې او مالدارۍ وزارت ته لارښوونه وکړه، د کوچیانو لپاره د وړو پروژو پرځای داسې ملي پروګرامونه جوړ کړي چې د دوی مالداري په پښو ودرېږي او په ژوند کې یې اساسي بدلون راشي او همدارنګه یې باید نړیوالو مارکېټونو ته لاسرسی ممکن او اسانه شي.

جمهوررئیس غني کوچیانو ته د زده کړو او روغتیایي اسانتیاوو د برابرولو ترڅنګ د لوړو زده کړو وزیر ته لارښوونه وکړه، چې کوچیانو ځوانانو سره کانکور ته د تیاري او د تحصیلي بورسونو په برخه کې د مرستې  پلان ژر تر ژره ترتیب او له جمهوري ریاست سره شریک کړي.

دغه راز د هېواد جمهوررئیس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د کوچیانو د ژوند د بېلابېلو اړخونو، دودونو، ارزښتونو، مهارتونو، وړتیا او ځانګړنو په اړه باید هر اړخیزه  پروګرامونه جوړ او ځانګړې پاملرنه ورته وکړي.

جمهوررئیس د کلیوپراختیا وزیر څخه د ولسي تړون ملي پروګرام کې د کوچیانو د شاملولو له امله د مننې ترڅنګ په ټینګار وویل، له دې وروسته باید کوچیانو ته په ملي غونډو او بحثونو کې ځانګړې ونډه ورکړل شي. هغه وویل، د کوچیانو اړتیا او ستونزو ته په پام باید پنځه کلن انکشافي پلان ترتیب شي او همدارنګه یې له هغوی څخه د امنیت د تامین په برخه کې همکاري وغوښته.

(Visited 74 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.