کابل (پژواک، ١٥ غبرګولى ٩٨) : د کورنيو چارو وزارت وايي چې په دې وروستيو کې يې د شاوخوا ٣٠ ولايتونو امنيه قوماندانان د وړتيا نه لرلو او فساد له امله له ندو لرې کړي دي.
د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي مرستيال جنرال خوشال سادات له رايټرز اژانس سره په يوه مرکه کې ويلي چې په نا امنيو او جګړو کې د پوليسو مرګ ژوبله زياته ده او دوى په دې هـڅو کې دي چې دا کچه ټيټه کړي.
هغه زياته کړې، د پوليسو د مرګ ژوبلې د زياتېدو څو لاملونه دي، اوس د کورنيو چارو وزارت هڅه کوي چې د عملياتو څرنګوالى بدل کړي، ډېرى پوليس په خپلو پوستو کې تر بريدونو لاندې راځي، اوس پر دې پلان کار روان دى چې څه ډول پوليس د پوستو پر ځاى پر ګزمو تمرکز زيات کړي، خو دا کار وخت ته اړتيا لري.
جنرال سادات دغه راز ويلي، د شاوخوا ٣٠ ولايتونو امنيه قوماندانان يې د وړتيا نه لرلو او فساد له امله بدل کړي، خو د پوليسو په ليکو کې بشپړ اصلاحات ډېر وخت ته اړتيا لري.
بلخوا د ملي دفاع سرپرست وزير اسدالله خالد ويلي چې ځانګړي ځواکونه هره شپه شپني عمليات ترسره کوي او ډېرې سيمې يې له مخالفينو بېرته نيولې دي.
نوموړي د ناټو له قوماندان جنرال مېلر سره د اختر په لومړۍ ورځ په کابل کې د ځانګړو ځواکونو له قول اردو څخه ليدنه وکړه او سرتتېرو ته يې اختر مبارکي ورکړه.