سه شنبه، د زمري میاشتې ۲۹ مه:
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو وار بیا د سولې خبرو په هدف د کابل او قطر سفر پيل کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې خلیلزاد له طالبانو سره د نهم پړاو خبرو پیل په هدف، وتلی دی.
خبرپاڼه کاږي، ښاغلی خلیلزاد به لومړی کابل ته ځي، کابل کې به د افغانستان د حکومت له چارواکو سره تر کتنې وروسته قطر ته له طالب استازو سره د خبرو په هدف روانېږي.
د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ تېره ورځ ویلي و چې د افغان سولې په تړاو ښه خبرونه په لاره دي.
یو شمېر پخوانیو طالب چارواکو ویلي چې لا هم د طالبانو او امریکا ترمنځ زیات مسایل بې حله پاتې دي چې ممکن نهم پړاو خبرې هم بې پایلې وي.