د وږی میاشتې ۲ مه:
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د الجزیرې وروستی خپور شوی راپور رد کړ.
خلیلزاد د یوه ټویټ له لارې ویلي، لکه څنګه چې د طالبانو ویاند هم رد کړه، مونږ له طالب استازو سره پر موقت حکومت هېڅ بحث نه دی کړی.
خلیلزاد ټینګار کړی چې د حکومت په تړاو پرېکړه د افغانانو خپلمنځي کار دی او دوی به په کې مداخله ونه کړي.
الجزیرې راپور ورکړی و چې طالبان او امریکا پر ۱۴ میاشتنۍ موقتې ادارې هوکړې ته رسېدلي دي، هغه څه چې سهیل شاهین هم رد کړې ده.