د افغان هوایي ځواکونو له تعلیمي مرکزه؛
د بلک هاک چورلکو ۱۴ تنه پيلوټان فارغ شوي دي
په کندهار کې د افغان هوايي ځواکونو له تعلیمي مرکزه د بلک هاک چورلکو ۱۴ تنه پيلوټان فارغ شوي دي. چارواکي وايې چي د امریکا له لوري افغانستان ته د بلک هاک جنګي چورلکو له سپارلو سره سم د پيلوټانو تحصیلي پروګرامونه هم پیل شوي او په بریالۍ توګه پر مخ روان دي. دا په داسې حال کې ده چې پرون د امریکا د مرستو د څار ځانګړي سرمفتش یا سیګار په خپل تازه راپور کې اندېښنه ښودلې وه چې افغان هوايي ځواکونه د ظرفیت له پلوه د دې وړتیا نه لري چې له بلک هاک چورلکو نه سمه استفاده وکړي.