The news is by your side.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: د افغان سولې خبرې هڅوونکې او هیله بښونکې دي

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي زلمي خلیلزاد ورته هیله بښونکې خبرې لرلې دي. مایک پمپیو د افغان سولې په اړه په یوه ټوېټ کې ویلي چې وروستۍ خبرې هیله بښوونکې دي او زلمی خلیلزاد له لاس ته راوړنو سره ستون شوی دی. د ده په خبره امریکا د افغان سولې لپاره جدي ده او په دې برخه کې به هر اړخیز او اړین ګامونه اوچتوي.

د دې تر څنګ نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې امریکا په ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ او ترهګرو ډلو خلاف ده او ددغه ډلو پر ضد به جګړې ته ادامه ورکوي. دده په وینا په افغانستان کې به د ترهګرۍ په ځپلو کې د افغان حکومت تر څنګ ولاړ وي خو د سولې لپاره د امریکا هڅې روانې دي. پمپیو دا نه دي ویلي چې زلمي خلیلزاد څه ورته ویلي خو په وینا یې د افغان سولې خبرې هیله بښونکې دي او ډېر ژر به د بین الافغاني مذاکراتو زمینه برابره شي.

(Visited 28 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.