The news is by your side.

د داعش د فېسبوک او ټویټر ۶ چلوونکي ونیول شول

0

د افغانستان امنیتي ځواکونو د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې شپږ غړي په دې تور نیولي چې خپلو لیکو ته یې د افغانانو د جذبولو لپاره د فېسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو سلګونه جعلي اکاونټونه جوړ کړي وو.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست نن /پنجشنبه/ وویل، دا کسان په پلازمېنه کابل کې نیول شوي او هغوی د فېسبوک ترڅنګ په ټویټر، انسټاګرام او ټیلي ګرام کې هم جعلي اکاونټونه جوړ کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، نیول شویو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او تراوسه پورې څارنوالۍ ته معرفي شوي نه دي.

دا ریاست وايي چې د دغو شپږ تنو ترڅنګ یې د داعش ۱۰ نور غړي هم نیولي دي.

دا کسان په داسې وخت کې نیول کېږي چې د هند او پاکستان ترمنځ د معلوماتو د جنګ په لړ کې فېسبوک په سلګونه جعلي حسابونه، چې ویل کېږي ډېری یې د پاکستان په پوځ او استخباراتو پورې تړاو لري، بند کړي دي.

داعش ډله له ۲۰۱۵ م کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي. د دې ډلې اکثره غړي پخواني افغان طالبان او یا د اورکزۍ ایجسنۍ پاکستاني طالبان دي.

(Visited 96 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.