د سعودي حکومت په یوه تازه اقدام کې له خپل هېواد ۱۵۰ پاکستانیان شړلي دي.
تر اوسه مالومه نه ده چې د سعودي حکومت ولې دغه پاکستانیان له خپلې خاورې شړلي، خو تر دې وړاندې په ځینو پاکستانیانو د ترهګرۍ د ملاتړ تور و.
د مالوماتو له مخې دا مهال په سعودي عربستان کې ۱.۶ ميليونه پاکستانيان يا کارګر دي او يا هم له خپلو کورنيو سره مېشت دي.