د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو وروستی لیست اعلان کړ او یاد کمیسون ویلی چې د کاندیدانو اسناد یې څېړلي او ټول ۱۸ تنه یې په شرایطو برابر پېژندلي دي.
خو د دې سره د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون واک او صلاحیت لري چې د دغو ۱۸ تنو له څخه هغه کسان له لیسته وباسي چې د دغه کمیسیون په نظر یې اسناد نیمګړي او یا نورې ستونزې ولري.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوري د کاندیدانو په توګه منل شوي کسان او د هغو مرستیالان په لاندې لست کې یاد شوي دي