The news is by your side.

د ولسمشر په فرمان د ننګرهار له زندانه ۱۲۰ تنه خوشې شول

0

د ولسمشر غني د ځانګړي فرمان له مخې د ننګرهار له محبسه ۱۲۰ تنه له بنده خوشې شول. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وویل چې د مجاهدینو د بریا د ۲۷مې کلیزې په مناسبت ولسمشر دا فرمان ورکړی چې له مخې یې د هغو بندیانو چې په کوچنیو جرایمو محکوم وو، د بند موده راکمه شوه. د خوګیاڼي په خبره، په لومړي ځل په ننګرهار کې د جزایي اجراتو د قانون په رڼا کې د حجز او حبس د بدیلونو د تطبیق چارې پیلېږي. د دغه ولایت د استېناف محکمې د پرېکړې سره سم د هغو کسانو لستونه د جوړېدو په حال کې دي چې په سپکو جرمونو محکوم دي او د بند موده یې تر پنځو کلونو کمه وي، نو د بند مودې تر ختمېدو پورې د ضمانت پر بنسټ په بېلابېلو ادارو کې په خدماتي یا وړیا کارونو بوختېږي او د شپې له خوا له خپلو کورنیو سره یوځای اوسېدای شي. اوسمهال د ننګرهار په زندان کې د ښځو په ګډون ۲۳۰۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور بندیان دي.

(Visited 59 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.


cheap jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap jerseys