The news is by your side.

روسیه:افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پاتې کېدل بې ګټې دي

0

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو وایي، داعش ډلې په افغانستان کې د پښې ځای پیدا کړی دی او اوس هڅه کوي له دې هېواده د منځنۍ اسیا هېوادونو ته لار پیدا کړي. هغه ویلي، دا ډله هڅه کوي له افغانستانه د خپل مرکز په توګه ګټه واخلي. نوموړي څرګنده کړې، دوی په وار وار ویلي چې د داعش ډلې جنګیالي له عراق او سوریې نورو سیمو په تېره بیا افغانستان ته لېږدول کېږي خو څوک پرې غوږ نه ګروي چې دا چاره کېدای شي په راتلونکې لوی سرخوږی جوړ کړي. نوموړي دغه راز د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ کړی دی او زیاته کړې یې ده چې افغانستان کې سوله د سیمې په ګټه ده. هغه ویلي، په دې هېواد کې د امریکا اوږدمهالي حضور هیڅ ګټه نه ده کړې او په دې هېواد کې د دوی پاتې کېدل د وضعیت له ښه والي سره مرسته نه شي کولی نو اړینه ده د سیمې هېوادونه د افغان سولې پروسه کې مرسته وکړي څو په دې هېواد کې روانه اوږده جګړه پای ته ورسېږي. شویګو ویلي هېواد یې په افغانستان کې د پخلاینې له بهیر سره همکارۍ ته چمتو دی.

(Visited 27 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.


cheap jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap jerseys