The news is by your side.

سوریه کې حکومتي ځواکونو ۲۱ ملکیان وژلي دي

0

د سوریې په شمال لویدیځ کې حکومتي ځواکونو شاوخوا ۲۱ ملکي وګړي وژلي دي. د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، چې دا کسان د حکومتي ځواکونو په هوایي عملیاتو کې وژل شوي دي. یادې بریتانیا میشتې ادارې ویلي چې په وژل شویو کې نهه تنه ماشومان هم شامل دي. په راپور کې ویل شوي چې حکومتي ځواکونو په حلب کې پر څو ښارګوټو بریدونه کړي دي. د فرانس پرس خبري اژانس یو عکاس هم ویلي چې په حلب ولایت کې یې د څو جسدونو ټوټې لیدلي دي.

(Visited 31 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.