د زمري میاشتې ۱۵ مه: د پاکستان د پارلمان غړي شهباز شریف ویلي چې هېڅکله به مې په افغانستان خوشحالي پېرزو نه شي، ځکه د افغانانو خوشحالۍ په کشمیر اور بل کړی دی.
هغه چې نن يې د پاکستان پارلمان ته وینا کوله ویلي: دا څنګه معامله ده چې افغانستان کې دې سوله تامینېږي، افغانان دې خوشحالي کوي، جشنونه دې نیسي، خو کشمیر کې بیا وینې بهېږي، نه! دا کار مونږ ته د منلو وړ نه دی، دا مسله باید بر عکس شي.
هغه نیوکه کړې چې ولې عمران خان د کشمیر پر سر له امریکا سره معامله کړې ده؟
نوموړي څرګنده کړې چې دوی به هېڅکله کشمیر د افغانستان د سولې قرباني نه کړي.