د امریکې جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د سپټبمر ۱۱ مې پېښې تلین نمانځلو کې طالبانو ته خبرداری ورکړی دی، که له جګړې لاس په سر نه شوئ، په قوي او بېساري ځواک مو له منځه وړم، هغه ځواک چې تر اوسه ورسره نه یاست مخامخ شوي.
ټرمپ په ټینګار سره ویلي، طالبانو غوښتل مونږ ته خپل زور ښکاره کړي، خو نه! دوی خپل کمزورتیا څرګنده کړه او دغه ډله د نرمېدو وړ نه ده.
ټرمپ طالبانو ته په خطاب کې ویلي چې وسلې پر ځمکه کېږدي.
د امریکا ولسمشر تازه دا هم ویلي و چې له طالبانو سره نور مذاکرات وړه شوي دي او دې ډلې فرصت له لاسه ورکړ.
ټرمپ کابل کې د وروستي ترهګریز برید غبرګون کې له طالبانو سره مذاکرات لغوه کړل.