د ولسمشر ستر سلاکار فضل فضلي له طالبانو سره د امریکا د جمهور رییس ډونالډ ټرمپ مذاکراتو ځنډېدو ته په اشارې ویلي، د سولې پرسې بریالۍ کېدو لپاره د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ هلې ځلې روانې دي او حکومت دې برخه کې واضح کړنلاره لري.
هغه د افغانستان پر سیاسیونو تور لګولی دی چې غواړي د افغانستان حکومت د سولې مذاکراتو کې له محوریت څنډې ته او صدمه ور ورسوي، خو په وینا يې ټول باید درس واخلي چې هره ملي پروسه کې باید د حکومت محوریت ته درناوی وشي.
هغه ټینګار کړی دی چې راتلونکو ملي مسایلو کې باید هېڅوک پر خوش باورۍ او احساساتو مخ ته لاړ نه شي.
د هغه په وینا، له تېر باید درس واخلو چې د یو مجهول لپاره باید څرګند قرباني نه کړو.