د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، په دُبۍ ښار کې د افغان سوداګرو او نړیوالو پانګوالو ترمنځ د څه باندې ۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د خرڅلاوو تړونونه لاسلیک شوي دي.
نوموړی زیاتوي، دا تړونونه په دُبۍ کې د یوه نړیوال نندارتون پر مهال لاسلیک شوي چې پهکې تر ډېره د افغانستان د کرنیزو محصولاتو په تېره د وچې مېوې، انځرو، زعفرانو او د طبي نباتاتو د خرڅلاو تړونونه شامل دي.
د افغانستان د کرنې وزارت وايي، د دُبۍ په پنځه ورځني نندارتون کې د وچې مېوې او زعفرانو په ګډون، د افغانستان کرنیز محصولات نندارې ته ایښودل شوي وو.
(Visited 47 times, 1 visits today)