The news is by your side.

منظور پښتین: پاکستان هڅه کوي ترهګرۍ ته وده ورکړي

0

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، پاکستان یو ځل بیا هڅې پیل کړې ترهګرۍ ته وده ورکړي او بیا ورسره د مبارزې په نامه پښتانه په داسې ډول ووژني چې پکې تورن هم پښتانه وښودل شي. هغه د بلوچستان په سنځاوۍ سیمه کې پیل شوې احتجاجي ناستې ته په ټلفوني وینا کې ویلي، بلوچستان کې وروستي بریدونه پاکستاني ریاست پیل کړي دي او غواړي یو ځل بیا د ترهګرۍ د له منځه وړلو په نامه په یاده سیمه کې عملیات پیل او هلته مېشت پښتانه او نور قومونه ووژني. هغه د پاکستان د دې کار یوه بله موخه د مرستو جلبول ښودلي دي چې په خبره یې دوی به یو ځل بیا له کوم هېواد نه له ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه پیسې واخلي. د بلوچستان په پښتون مېشته سنځاوۍ سیمه کې له تېرو دوو ورځو راهیسي د هدفي وژنو پر ضد احتجاج پیل شوی دی. اعتراض کوونکي ګواښ کوي چې که یې غوښتنې ونه منل شي خپل اعتراضونه به لا پراخ او یادې سیمې ته غځېدلې لارې به ټولې وتړي.

(Visited 37 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.


cheap jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap jerseys