د ناټو عمومي منشي وايي، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې د شاملو ځواکونو راتلونکی شمېر له طالبانو سره د امریکايي چارواکيو د خبرو له پایلې سره تړلی دی.
ینسسټولټنبرګ زیاتوي، ناټو تر راتلونکيو پنځو کلونو پورې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مالي ملاتړ ژمنه کړې، خو د ناټو د پوځي ځواکونو شمېر د سولې د روانو هڅو له نتېجې سره تړلې مساله ده.
هغه چې په بروکسل کې کې د ناټو د ۲۰۱۸ کال د راپور د وړاندې کولو پر مهال څرګندونې کولې زیاته کړه ناټو به بیا هيڅکله اجازه ور نه کړي چې افغانستان بیا د ټروريسټانو په ځاله بدل شي.
سټولټنبرګ وویل، له طالبانو سره په خبرو کې ښکېلو امریکايي چارواکيو له ناټو سره منظمې سلامشورې کړې دي.
سرخط ورځپاڼه