The news is by your side.

نیویارک ټایمز:امریکا د ګوانتانامو زندان د تړلو پلان نه لري

0

 

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ګوانتانامو زندان په اړه په خپله مقاله کې ویلي، چې امریکا په پلان کې نه لري تر ۲۵ کلونو پورې دا زندان وتړي. وړاندې تر دې داسې ویل کېدل چې په دې زندان کې ساتل کېدونکي بندیان ډېری یې په عقلي ستونزو اخته شوي خو د سرچینې په خبره، د ګوانتانامو په زندان کې تر اوسه څوک د عقلي زوال په ناروغي نه دي اخته شوي، خو د زنګنو د سورين او د تنفس په ناروغيو د اخته شويو نښې پکې لیدل کېږي. دا زندان چې ۱۷ کاله مخکې د افغان جګړې د بندیانو لپاره جوړ شوی دی تر ټولو بد زندان یادېږي او له کلونو راهیسې يې د تړلو په اړه خبرې روانې وې، خو اوس د امريکا دفاع وزارت پام کې لري چې دا زندان تر راتلونکو ۲۵ کلونو پورې ونه تړي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما غوښتل دغه زندان وتړي، خو کانګرس يې مخه ونيوله او د ټرمپ ادارې يې د ساتلو ژمنه وکړه.

(Visited 105 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.