ولسمشر محمداشرف غني او ورسره پلاوي سعودي عربستان ته د رسمي سفر په لړ کې تېره تېر ماښام په بیت الله شریف کې د عمرې حج مراسم پرځای کړي دي.
له ارګه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د عمرې له مراسمو وروسته ولسمشر او ورسره پلاوی جدې ښار ته ولاړ او په پام کې ده چې سعودي عربستان ته د خپل سفر په دویمه ورځ د الحرمین الشریفین خادم والا حضرت ملک سلمان بن عبدالعزیز او د دغه هیواد له یو شمېر نورو چارواکو سره جلا جلا کتنې ولري.