The news is by your side.

پاکستاني پوځ یو ځل بیا پر کونړ توپونه توغولي دي

0

د کونړ والي عبدالستار میرزاکوال ویلي، تېر ماښام ناوخته د پاکستان پوځ د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د ننګه سر او ګلاپړۍ پر سیمو توپونه توغولي دي. د میرزکوال په خبره په دې ترڅ کې درې ماشومان ټپیان شوي دي.

د کونړ والي وايي، خپلو سرتېرو ته یې امر کړی چې د دې اقدام متقابل ځواب ووایي.د کونړ د چارواکو د معلوماتو له مخې له تېرو اتو کلونو راهیسې د پاکستان پوځ د کونړ پر خاوره د توپونو او نورو وسلو ډزې کوي چې تراوسه یې لسګونه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او ډېری کورنۍ یې د کورونو پرېښېدو ته اړ کړي دي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.