The news is by your side.

پاکستان له ملګرو ملتونو مرسته غوښتې

0

پاکستان د هندي کشمېر په پلوامه سیمه کې پر هندي پولیسو تر وژونکي برید وروسته ملګرو ملتونو نه غوښتنه کړې ده چې د پاکستان او هند ترمنځ د رامنځته شویو اندېښنو په هواري کې مرسته وکړي. د رویټرز خبري‌ اژانس د راپور له ‌مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونیو ګوتریش نه په یو لیک کې غوښتنه کړې چې د هند لخوا پاکستان ته د متوجه ګواښ په اړه پاملرنه وکړي. نوموړي په دې لیک کې زیاته کړې، دا ډېره اړینه ده چې ملګري ملتونه باید د رامنځته شوو اندېښنو په ختمولو کې هڅې وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنجشنې په ورځ د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې ځانمرګي برید ۴۱ نیمه پوځي هندي سرتېري ووژل چې په هند کې یې پراخ غبرګونونه راوپارول. تر برید وروسته د هند لومړي وزیر نرندرا مودي د غچ اخیستلو ګواښ کړی دی.

(Visited 105 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.