The news is by your side.

پاکستان کې د افغان ښوونځیو نصاب بدلیږي

0

پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې اړوند ټولو افغان ښوونځیو کې په روان کال کې د نصاب بدلولو پرېکړه شوې ده. افغان زدکوونکي چې تر اوسه یې ډېری کتابونه پښتو او دري دي پر ځای به یې په اردو او انګلیسي ژبه کتابونه لولي. د افغان ښوونځي یو استاد کرامت الله وايي، چې د نصاب بدلولو پرېکړې سره د دوی ستونزې زیاتېږي. دی وايي ډېری کتابونه پښتو او دري دي، خو په روان کال کې دا نصاب بدليږي، چې له مخې به یې تر ډېره کتابونه په اردو ژبه کې وي. د هغه په خبره، نوي نصاب کې یوازې یو پښتو مضمون دی او پاتې اردو او انګلیسي دي. د کډوالو ډېری مشران دې پرېکړې خفه کړي او د افغانانو د تاریخ بدولو سره یې یو شان بولي. د افغان کډوالو مشران وايي، د افغانانو تاریخ څو زره کلونه پخوانی دی او د مورنۍ ژبې پرېښودل د خپل کلتور او تمدن پرېښودلو په مانا دی.

(Visited 33 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.