The news is by your side.

په اندونزیا کې د افغان سولې په اړه ددیني علماوو دوهمه غونډه کېږي

0

په اندونزیا کې راتلونکې میاشت؛
د دویم ځل لپاره د افغان سولې په اړه ددیني علماوو غونډه کېږي

په اندونیزیا کې د افغان سولې په اړه د علماوو درې اړخیزه غونډه جوړېږي. د ملي امنیت شورا دفتر وايي چې په دغه غونډه کې به د پاکستان، افغانستان او اندونیزیا دیني علما برخه اخلي او پر افغان سوله به خبرې کوي. د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل سپوږمۍ راډيو ته وویل، چې د درې واړو هېوادونو د علماوو دویمه درې اړخیزه غونډه به د راتلونکې میلادي میاشتې په پای کې په اندونیزیا کې جوړېږي. دده په خبره په دې غونډه کې به د تېرې غونډې پر پرېکړو او دا چې څومره عملي شوې خبرې کېږي. د حقمل په وینا په دې غونډه کې به یو ځل بیا د تېرې غونډې په څېر د ترهګریزو او افراطي فعالیتونو په اړه خبرې کېږي او دغه ډول کړنې به غندل کېږي. هغه زیاته کړې په دې غونډه کې به هم د اسلام د مبارک دین له ارشاداتو سره سم د هر ډول انسان ضد او اسلام ضد کړنو پر وړاندې دیني علما خپله پرېکړه صادروي.

(Visited 56 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.