The news is by your side.

په مسکو کې د سولې د بین الافغاني ناستې ګډه اعلامیه

0

موږ په مسکو کې د روان میلادي کال د می د میاشتې په ۲۸مه او ۲۹ مه د بین الافغاني ناستې ګډون کونکو، د روسيي فدراسیون د میلمه پالنې څخه په مننې سره د ټولو ناستو په ادامه د سولې په اړه په مهمو موضوعاتو ژور بحثونه وکړل.
په دې خبرو کې د ناستې ټولو ګډون کونکو تلپاتې سراسري سولې ته د رسیدو لپاره په مشترکې اعلامې تاکید کاوه.
د افغانستان د خلکو د سرنویشت د سولې او ثبات راتلونکو آرمانونو ته د رسیدو په اړه بحثونه وشول.
دواړو لوریو پر اوربند، د ملکي خلکو د ژوندانه په حفاظت، د بندیانو اړوند مسائلو، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پروتلو، د بهرنیو لاسوهنو پر بندولو، د اسلامي نظام په ټینګښت، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، د ملي وحدت پرتحکیم، د ښځو پر حقوقو او نورو مسائلو ګټور او ژغورونکي بحثونه وکړل.
دغه بحثونه د همکارۍ په روحيي او پشپړه دوستانه فضا کې ترسره شول، دواړو لوریو په مربوطو برخو کې د پام وړ پرمختګ وکړ، په دې دلیل چې ځينې مسائل د لا زیاتو بحثونو ایجاب کوي، توافق وشو چې د دا ډول ناستو لړۍ ادامه پیدا کړي او یاد مسائل د روان میلادي کال د فبرورۍ میاشتې د ۵ مې او ۶ مې نیټو د توافقاتو پراساس په راتلونکي کې تر بحث لاندې ونیول شي. ومن الله توفیق
مسکو ـــ د کنفرانس تالار
۲۵/۹/۱۴۴۰هـ ق
۹/۳/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/5/30م

Leave A Reply

Your email address will not be published.