د نن سهار له شاوخوا اتو بجو راهیسې د ننګرهار ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې پرلهپسې شپږ چاودنې شوي چې له امله یې شاوخوا ۳۰ کسان ټپیان شوي دي.
دغه چاودنې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکیو توکیو د چاودنې له امله شوې دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، له نن سهاره د ورځې تر ۱۱ نیمو بجو پورې پرلهپسې شپږ چاودنې شوي چې درې یې غږ لرونکې وې او چاته پهکې زیان نهدی اوښتی، خو په درېوو نورو هغو کې یو شمېر کسان ټپیان شوي دي.
دا چاودنې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې له نمانځنې سره هممهاله شوې دي.
تر اوسه د دې چاودنو مسوولیت کومې وسلهوالې ډلې نهدی منلی.