د کابل نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې چاودنه د کابل په شمال لوري ته د خیرخانې په سیمه کې شوې ده .
ویل کیږي چاودنه د کابل په ۱۱ مه ناحیه کې د پروان بوستان په څلورلاري کې رامنځته شوې ده .
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې پيښه کې ۵ تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
چاودنه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د معینیت اړوند پر موټر شوې ده .
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.