The news is by your side.

پولیسو ننګرهار کې د شپږو امنیتي سرتېریو ۱۳ کلن هدفي وژونکی ونیو

0

د ننګرهار ولایت سیمه ییزو چارواکي وايي: د وسله والو طالبانو له لورې روزل شوی شاوخوا ۱۳ کلن ماشوم چې د اعتراف له مخې په ننګرهار کې ۶ تنه امنیتي منسوبین په شهادت رسولي، د پولیسو له لورې په جلال اباد ښار کې نیول شوی دی .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وویل، د امام الدین په نوم شاوخوا ۱۳ کلن ماشوم چې د خوست ولایت د ګلاندر سیمې اصلي اوسیدونکی دی، د وسله والو طالبانو له لورې تر خآنګړې روزنې وروسته یې په جلال اباد ښار کې د هدفي وژنو په ترڅ کې ۶ تنه امنیتي منسوبین په شهادت رسولي دي .
هغه زیاته کړه، یاد ماشوم د امنیه قوماندانۍ پولیسو له لورې ژوندی نیول شوی او پخپلو ټولو کړنو یې اعتراف هم کړی دی .
نیول شوي ماشوم هم اعتراف کړی چې له تېر ۷ میاشتو راهیسې په جلال اباد ښار کې تروریستي فعالیت کړی او ۶ تنه امنیتي منسوبین یې په شهادت رسولي دي .

(Visited 55 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.


cheap jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap jerseys