ډنمارک د ملګروملتونو سازمان د سهمیې نه د کډوالو د منلو په خاطر ملګروملتونو سازمان د کډوالو عالي کمشنرۍ ته رسمآ وړاندیز کړی دی.
په ډنمارک کې د کین بلاک په ملاتړ سوسیال ډیموکراټ ګوند په مشرۍ حکومت ویلي دي چې ډنمارک د ملګروملتونو سازمان د سهمیې په چوکاټ کې د کډوالو منلو ته پوره چمتوالی لري.
د ډنمارک د کډوالۍ او همغږۍ وزیر ماتیاس تیسفای ویلي دي چې ډنمارک سږ کال هم د کډوالو منلو ته حاضر دی. پدې اړه مو د ملګروملتونو د کډوالۍ عالي کمشنرۍ ته وړاندیز هم کړی دی.
هغه وویل تر اوسه پورې دا خبره لا معلومه نده چې سږ کال به په کومه اندازه کډوال ومني خو د راتلوونکي کال نه په اعتبار سره به هر کال په منظم ډول سره ۵۰۰ تنه کډوال ومنو.
د ویلو ده چې په ډنمارک کې د روان کال د جون په پنځه نيټه په ترسره شوو ټاکنو کې کین بلاک ستر بری ترلاسه کړ.
د ډنمارک سوسیال ډیموکراټ ګوند چې د ټاکنو نه وروسته د هیواد واک د ښي اړخه ګوندونو نه واخیست لومړی يي د ښي اړخه ګوندونو د قانون هغه مسوده چې له مخې کډوال باید یو ټاپو ته استول شوي وو لغوه کړه. نوي حکومت په هیواد کې د بهرنیانو پر خلاف سخت دریځ نرم کړ.