د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال رسول باوري وايي، په تېرو څلورو کلونو کې ۷۰ سلنه تاریخي اثار ترمیم شوي دي.
نوموړي نن دوشنبه د هېواد د فرهنګي میراثونو د ساتنې او ملاتړ ورځې په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، د تاریخي اثارو او لرغونو سیمو د خوندیتوب لپاره ځانګړي تدابیر نیول شوي دي.
نوموړی زیاتوي، په تېرو څلورو کلونو کې له ۴۷ ډېر تاریخي اثار ترمیم شوي چې دا په نسبي ډول ۷۰ سلنه ډېروالی ښیي او تر اوسه له ۵ زرو ډېرې تاریخي ابدې پېژندل شوې هم دي.
د کابل موزیم د مسوولانو د مالوماتو له مخې، اوس هم د هېواد زرګونه تاریخي اثار چې د کورنیو او بهرنیو قاچاق کوونکیو لهخوا د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته لېږدول شوي، د حکومت او یونېسکو له هڅو سره سره، هېواد ته نهدي راوړل شوي.
(Visited 31 times, 1 visits today)