The news is by your side.

ادرک)زنجفیل)

0 388

د سونډ (ادرک) Ginger کښت
دي نبات ته په بېلابېلو ژبو کې ډول ډول نومونه اخیستل کیږي لکه:
پښتو: سونډ
دري:ادرک
فارسی: زنجبیل شنكلیل
عربی: زنجبیل، زنجفیل، جنزبیل، زنزبیل
اردو، هندی: سونته، اَدَرك؛
سانسكریت: اردركم، سرینجبر
انګلیسي: Ginger
فرانسوي:Gingermbr
آلمانی : Zingiberi, Ingwer
یونانی : zingberis
هسپانیایی : jengibre
ایتالیایی: zenzero
روسی:imbir
لاتینی: zingiber
ادرک (Ginger) (Zingiber officinale) یو ګلي نبات دی ، د ادرک بوتی د یو فټ څخه تر ۴ فټو پورې لوړېږي، د استعمال برخه یې ریښې (رایزوم) دي. لکه کچالو او خوی کچالو په خاوره کې دننه پیدا کیږي، دتازه ادرک رنګ ژېړ ته نږدې او وچ ادرک سپین ته ورته رنګ لري، ګرم او خشک مزاجه دی همدا لامل دی چې سوړ موسم کې یې کارونه ډېره وي.
د نړۍ په کچه په ځانګړي توګه په آسیا کې د پخلي په بېلا بېلو ډولونو کې د مصالې په ډول د خوند لپاره کارول کیږي. په پراخه کچه یوناني درملوکې هم کارول کیږي چې د ډول ډول ناروغیو لپاره ګټور دی.
له ۳،۳ ملیون ټنو څخه زیات ادرک په هند ، نایجیریا، چین، انډونیزیا ، نیپال اوتایلینډ کې کرل کیږي(۱). امریکا او اروپایي هیوادونه یې له چین ، برازیل ، آسټرالیا او افریقا څخه واردوي.
زینتي ارزښت:
دا چې ادرک یو ګلي نبات دی، غونچه ډوله ګلان لري د ګلانو زخې سپینې او ګلابي دي خو ژیړ ګلان تولیدوي همدا لامل دی چې په ځینو نیمه تودو سیمو کې یې خلک په خپلو باغيچو کې د ښکلا لپاره کري او پالي یې کوي.
طبي ګټې:
په ادرک کې اکسیجن شته چې وینه پاکوي، د بادواو قولنجو، تورې ټوخلې او د سږو د سل ناروغۍ لپاره ګټور دي.
ادرک حافظه پیاوړې کوي، ځیګراو سږو ته قوت بخښي، په ادرک کې ښه بوي لرونکي تیل دي چې د زړه ناروغیو ته ګټور دي.
د معدې تیزابیت له منځه وړي، په تازه ادرک کې80.9 سلنه اوبه او 2.3 سلنه پروټین او 0.9 سلنه کاربوهایډریډ وي همدارنګه کلسیم، فاسفورس، اوسپنه، کیروټین، تیامین، رایبوفلاوین او ویټامین سي هم لري.
لنډه دا چې ادرک لاندې ګټې لري:
۱) ادرک Gingerol لري ځکه د پروسټاټ، پانقراس، او تخمدان سرطان په مخنیوي کې رول لوبوي.
۲) د ښځینوو د زړه بدوالي د مخنیوي لپاره له ډېر پخوا راهیسې کارول کيږي.
۳) د وینې شکرې ناروغۍ په کمولو کې ونډه لري، څیړنو ښودلې ده چې که هر سهار ۲ ګرامه ادرک پوډراو وخوړل شي ۱۲ سلنه د وینې خوږوبی راکموي.
۴) د ښځینوو خونریزۍ په کمولوکې مرسته کوي.
۵) د بندونو درد چې ډېرۍ په لویانو کې لیدل کیږي د ادرکو د زوخا (ګړوبي) په استعمال سره کميږي.
۶) د فنګسي ناروغیو مخنیوي کې هم ګټور دی.
۷) زړه سوځېدنې او بدهضمۍ په مخنیوي کې ښه رول لوبوي.
۸) یوه څېړنه چې ۴۵ ورځو کې په وګړو شوې وه دا ښیې چې ۳ ګرامه پوډر د ورځي خوړل د پام وړ کلسترول را کموي.
۹) ادرک Anti-Oxidant مواد لري چې د مغزو لپاره ګټور دي او ماغزه د Oxidative Stress څخه ژغوري او همدارنګه د الزایمر په مخنیوي کې آغېرمن لوبوي.
۱۰) د زکام مخنیوی کوي.
۱۱) ادرک د غاښونو او وریو لپاره ګټور دي، تازه ادرک خوړل د غاښونو څخه منګ او نور اضافي مواد لرې کولو کې هم مرسته کوي.
د تخم انتخاب:
د ادرک تخم اخیستلو پر وخت په یاد لرئ چې ادرک تازه وي او د کچالو ذخې ( سترګۍ) یې روغې وي او په پوره کچه پوخ وي د تخم په ډول یې د کر لپاره وکاروئ.
ښه پوخ ادرک څنګه پیژنو؟
د ادرک پاسنی پوستکی هله پوخ وي کله چې د پرېکولو پر وخت ډېرې ریښې یا تارونه ولري.
د یو جریت لپاره څومره تخم ته اړتیا ده؟
د یو جریب کښت لپاره د ۲۹۰-۳۲۷ کیلو ګرامه د ادرکو کچالو (رایزوم) پکاریږي.
د تکثیر لپاره غوره ریزومونه انتخاب او چمتو کول:
په ټوله کې ادرک د تخمونو، رایزومونو، او نسجونو پواسطه تکثیریږي، د نسجونو کر تر ټولو خورا تولیدي وسیله ده. د تخمونو او نسجونو کر لپاره ښه داده چې تاسو له نږدې کرنېزو چوپړ برابرونکو ادارو یا د ادرک کښت کوونکو څخه یې ترلاسه کړي. که له دې ادارو او ادرک ک‎ښت کوونکو سره نه وي نو بیا په بازار کې ښه پاخه او روغ رایزمونه (ریښې ) وپیرئ.
د ادرک کچالو(رایزوم) د ۲۵-۳۰ ګرامه په کچه په وړو وړو ټوټو وویشئ، پام مو وي چې هره برخه لږترلږه یوه یا دوه زخې ولري.د کرلو څخه وړاندې باید تخم په شګه یا د لرګیو په بور کې د څه مودې لپاره کېښودل شي، په یوه کوټه یا پېټۍ کې شګه یا د لرګیو بور ۵ سانتي مترو په کچه لاندې خپور کړئ او بیا د ادرک ټوټې پرې کېږدئ د ټوټو د پاسه شګه یا د لرګیو بور واچوئ.
که چېرې تخم ډېر وي دا چاره د پاړکو په ډول تکرار کړئ او د پاسه پرې اوبه وپاشئ، هرو دریو یا څلورو ورځو کې د اوبو پاشل تکرار کړئ ترڅو لنده بل وساتل شي، د موسم اړوند به د ۱۰ -۱۵ ورځو کې د ټوټه شوي ادرکو زخې په وده پیل وکړي او کرلو ته به چمتوشي.
که چېرې په همدې طریقه وکرل شي د شنه کېدو سلنه به یې ۸۰ وي، پرته له د ې طریقې څخه د شنه کېدو سلنه به یې کېدای شي ۴۲-۴۵ وي.
سیوری:
د ادرک په نیمه سیوري کې ښه وده او حاصل ورکوي لکه د لوکاټو، آمرودو او انارو بڼونو کې چې نیمه سیوری ولري ښه پایله ورکوي.
لنډا داچې باید په داسې بڼونو کې وکرل شي چې ډېر ګڼ سیوری ونه لري، ښاخونه یې ټیټ نه وي اوزیاتې سطحي ریښې ونه لري ځکه چې بیا ادرک ته مناسبه رڼا او خوراکه نه برابریږي یانې نه باید ډېر ګڼ سوری او نه ډېر لمرولري.
د خاورې تیاری:
داسې ځمکه او خاوره چې ښه بډایه وي د اوبو جذب یې ښه او هوا په کي وچلیږي، په زېمجنو ځمکو کې د ادرک کرل ناشوني ده، د کر څخه ۱۵ ورځې وړاندې ځمکه ښه هواره او ۲۰-۲۵ لاس ګاډۍ ښه وروست شوی ډیران په کې واچوئ او ۲-۳ ځله یې قلبه کړئ تر څو خاوره ښه نرمه شي.
یاد لرئ چې د ادرک کښت لپاره د حیواني سرې استعمال ډېر اړین دی له دې څخه پرته د بوټو وده، نمو او حاصل تر آغېز لاندې راځي.

د کر وخت:
د ادرک د کر لپاره د مارچ له وروستیو او د اپریل تر اخره پورې ښه وخت دی.
د کښت طریقه:
بستر باید شاوخوا 15 سانتي متره لوړ او 1 متر سور ولري. او د دوه لیکو( قطارونو) تر مینځ لږ تر لږه واټن 20 سانتي متره او ډېر تر ۴۵ سانتي متره او د بوټي څخه تر بوټي د ۱۵-۲۰ سانتي متره واټن وساتل شي،کوښښ وشي چې د ادرک کچالو(تخم) د ۲-۳ سانتي مترو پورې ژور په خاوره کې پټ کړئ،او د ډېر ژوروالي څخه یې ډډه وکړئ.
ريښو ته خاوره ورکول:
لکه څنګه چې کچالو ته خاوره ټولوو همدارنګه د ادرک ريښو ته خاوره ټولول اړين دي له دې کړنې څخه پرته د ادرک کښت اغېزمن کیږي، ریښو ته خاوره ځکه ورکوو چې د ريښو شا او خوا نم وساتو او ځمکه له وچېدو څخه وژغورو په دې سره د ادرک وده او نمو هم ښه کیږي.داچې ريښو ته مو پوره نم ساتلی وي د لرګیو بور،د شولو پک او پروړه، د غنمو بوس او ښه وروست شوی ډېران پواسطه بستر پوښوو او دا پوښښ باید ۲-۳ سانتي مترو پورې وي. ادرک د 5.5 – 6.5 pH نرمه تیزابي خاوره خوښوي.
اوبه خور:
لومړۍ اوبه خور د تیغ وهلو څخه وروسته ورکول کیږي، او بیا هر اوبه خور د ۷ ورځو په دمې سره تر سره کیږي،احتیاط وکړئ چې زیاتې اوبه په کښت کې ونه دریږي، ځکه ډنډ اوبه د کښت د وچېدو لامل ګرځي.

للون:
کوښښ وکړئ چې د بارانونو پیل څخه دمخه للون (خيشاوه) وکړئ، د اړتیا په صورت کې دوه ځله للون وکړئ، د للون پر وخت باید کوښښ وشي چې ډېر ژور ونه شي ترڅو د ادرک غوټې یا هم ریښې ورسره زیانمنې نه شي.
حاصل ټولول:
د نومبر یا دسمبر په میاشتو کې کله چې د ادرک پاڼې وچې او ساقې یې را ځوړندې او لاندې پریوځي نو کښت ټولولو ته چمتو دی،د کچالو ټولولو وخت کې ډیر احتیاط وکړئ چې د ادرک کچالو زخمي نه شي،که چېرې غواړئ چې د راتلونکي لپاره همدا تخم وکاروئ نو بیا د کښت ټولول د فبرورۍ په میاشت کې وکړئ،يو ټکي ته مو پام وي چې په دې میاشت کې بارانونه ډېر وي او په کرونده کې د ډېرو اوبو درېدو سره د ادرک کچالو د خوساکېدو لامل ګرځي.بله داچې د دسمبر په میاشت کې ټولو شوو ریښو کې ښه روغ رمټ کچالو راټول او د راتلونکې لپاره یې وساتئ.که چېرې موسم ښه وي د یو جریب څخه به ۲۵۴-۳۱۸ من حاصل لاسته راشي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.