* د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده ، د انسان ټولې چارې او فعالیتونه د همدغې ناحیې څخه کنټرولېږي .
* لاندې ځینې مهم ټکي دي چې په پام کې نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کې مرسته کوي.
1. د سهار چای نه څښل:
هغه خلک چې د سهار چای نه څښي په بدن کې یې د شکرې اندازه راښکته کېږي ، په نتیجه کې یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوري کېږي .
2. زیاته ډوډۍ خوړل.
هغه کسان چې زیاته ډوډۍ خوري د هغوی دماغي قوت ضعیفه کېږي .
3. د سګرټ څکول :
د سګرټ او نورو نشه يې موادو استعمال دماغي قوت راکموي او د الزایمر یا هېرېدو ناروغي پیدا کوي .
4. د بورې څخه زیاته استفاده کول:
د بورې زیاته استفاده د پروتینو او نورو غذايي موادو د استفادې مخنیوی کوي او په نتیجه کي یې دماغي رشد سوکه کېږي .
5. ککړه هوا :
د انسان دماغ په وجود کې تر ټولو زیات اکسېجن مصرفوي او ککړه هوا د دې سبب کېږي چي دماغ په کافي اندازه اکسېجن تر لاسه نه کړي، په همدغه دلیل د دماغ مؤثرتیا راکمېږي .
6. د خوب څخه محرومتیا او د خوب کموالی :
خوب دماغ ته اجازه ورکوي چي استراحت وکړي او د اوږدې مودې له پاره د خوب نه کول ، د دې باعث کېږي چي د دماغ حجرې مړې شي .
7. د خوب پرمهال د سر پټول.
کله چي د استراحت پرمهال د انسان سر پټ وي ، نو په دماغ کي د اکسېجن کچه راښکته کېږي او د کاربن دای اکساید کچه لوړېږي چي پر دماغ باندي سخت تاثیرات غورځوي .
8. د ناروغۍ پرمهال د دماغ څخه کار اخیستل :
د ناروغۍ پرمهال د دماغ څخه کار اخیستل یعنې مطالعه کول او پر دماغ باندې فشار راوستل ، د دماغ په مؤثروالي کې کموالی راولي .
9. د هڅوونکو فکرونو نشتوالی :
انسان تل باید هڅوونکي فکرونه په ذهن کي ولري ، ترڅو ذهن تربیه کړي ، د دغو هڅوونکو فکرونو د نشتوالي په صورت کې ذهن کمزوری کېږي .
10. لږ خبري کول :
ادبي او علمي محاورې د ذهن په انکشاف کي مرسته کوي ، نو له بیځایه خبرو ډډه وکړئ او له ښو او علمي شخصیتونو سره ناسته وکړئ.