The news is by your side.

د اختر په ورځو کې خپل پوستکی څه ډول له سپوروالي وساتو؟

0

د ځینو عملي اقداماتو په کولو د طبیعي ترکیبونو په مرسته کولی شو چې خپل پوستکی له سپوروالي وساتو. د العربیه ډاټ نیټ د راپور له مخې ویل کېږي چې د مخ د سپوروالي د کنترول لپاره باید پر مخ ډېرې ګرمې اوبه وا نه چوو او د لمر له وړانګو ځان وساتو او ترڅنګ یې لاندې ترکیبونه عملي کړو.

د بادامو او دانه لرونکو اوړو ترکیب:

د بادامو او دانه لرونکو اوړو ماسک د مخ پوستکی تازه او نرم ساتي. ددې لپاره شپږ دانې د بادامو زړي د شپې له لوري په اوبو کې واچوئ، سهار ترې پوستکی لېرې کړئ او میده یې کړئ، بیا پکې دوه کاچوغې دانه لرونکي اوړه او دوه کاچوغې مستې ور واچوئ او ترڅنګ یو کاچوغه شات ور زیات کړئ او ښه یې سره ګډ کړئ.

مخ ښه ووینځئ او دا ترکیب تر پنځه څلویښت دقیقو پورې پرې پرېږدئ او په اوونۍ کې د پوستکي د نرم ساتلو لپاره یې دوه ځلې پرمخ ووهئ.

د چڼو پوډر او د ګلاب د اوبو ترکیب:

د چڼو د پوډرو او د ګلاب د اوبو ترکیب د څېرې د ښکلا لپاره ګټور تمامېږي، ددې لپاره په دوه کاچوغو د چڼو پوډرو کې یوه کاچوغه د ګلابو اوبه واچوئ، بیا څو څاڅکي د زیتونو تېل ور زیات کړئ. د مخ له وینځلو وروسته تر شلو دقیقو پورې دا ترکیب پرمخ ولګوئ او دا کار په دوامداره توګه تکرار کړئ.

د شېدو او شاتو ترکیب:

د نورو پوستکو په پرتله له سپور پوستکي ژر تازه والی له منځه ځي نو د بیا ښکلا لپاره یې کارپوهان لارښوونه کوي چې یو ترکیب دې تیار شي. ددې لپاره په دوه کاچوغو مایع شېدو کې دوه کاچوغې شات او څو څاڅکي د لېمو اوبه ور ګډې کړئ او دا ترکیب د مخ له وینځلو وروسته تر لس دقیقو پر مخ ولګوئ او د اړتیا پرمهال یې بیا بیا وکاروئ.

(Visited 15 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.