The news is by your side.

د سختې تبې، زکام، ټوخي یا بلغم لپاره ادرک (زنجبیل) استعمال کړئ

0

دا چې د ژمي موسم رارسېدلی او بې شمېره ناروغۍ یې هم له ځانه سره راوړي لکه نزله، زکام، ټوخی، تبه، د بندونو درد او د خېټې دردونه، چې د ذکر شوو ستونزو څخه د مخنیوي لپاره له ادرکو یا زنجبیلو څخه ګټه پورته کړئ.

روغتیایې کارپوهان وایي، چې د زنجبیلو په جوړښت کې نه یوازې د بې شمیره ناروغیو درملنه شتون لري، بلکې د مجموعي روغتیا لپاره هم ډېر ښه والی لري.

ویل کېږي چې ادرک (زنجبیل) د بې شمیره ګټو په لرلو سره د ژمي په موسم کې ډېر کارول کېږي. د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې ادرک په ډېره آسانۍ سره کارولی او د خوړو د خوند په برابرولو او په مختلفو ترکاریو کې استعمالولي شئ. څېړونکي وایي، چې د ادرکو استعمال په بدن کې تودوخه پیدا کوي.

  • د ادرکو څو ټوټې په دوه پیالو اوبو کې واچوئ او جوش یې کړئ، بیا څو څاڅکي شات ورګډ او په ورځ کې یې دوه یا درې ځلې وڅښئ، چې په دې ډول به د ژمي په موسم کې ګرم واوسئ او له سړو څخه به وژغورل شئ.

دغه راز د ژمي په موسم کې نزله، زکام او ټوخی له عامو ناروغیو څخه شمېرل کېږي، چې درملنه یې د ادرکو په جوړښت کې شتون لري.

  • په یوه کاچوغه شاتو کې د ادرکو څو څاڅکي اوبه ور واچوئ او په ورځ کې یې له دوو څخه تر څلورو ځلو یې استعمال کړئ.

ویل کېږي چې ادرک د ګرم اغېز په سبب داسې ځانګړتیاوې لري، چې د هر ډول درد لپاره ګټور تمامېږي. د بندونو یا هم د پخوانیو دردونو څخه د ژغورلو لپاره په خوړو کې ادرک وکاروئ یاهم د ادرکو څخه تیار شوی چای وڅښئ، چې په نتیجه کې به د بدن دردونه او سوخت له منځه یوسي.

بله خوا ویل کېږي چې ادرک د هاضمې په سیستم کې هم مرستندویه تمامېږي. په ورځني ډول د یو ګرام ادرکو استعمال د خېټې درد له منځه وړي او د هضم لپاره ګټور ګڼل کېږي. دغه راز که په خېټه کې مو دوامداره درد وي، نو د ادرکو له اوبو څخه ګټه پورته کړئ

(Visited 118 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.