The news is by your side.

که چیرې مو سپی وداړي، د مکروبونو

اکرام الله عادل

0

که چیرې مو سپی وداړي، د مکروبونو او د سپي په

لاړو کې د ذهري موادو د مخنیوي لپاره څه باید وشي؟

  که چیرې مو سپی وداړي، د مکروبونو او د سپي په لاړو کې د ذهري موادو د مخنیوي لپاره څه باید وشي؟): اکثره په کلیو او بانډو کې د سپي داړلو پیښې رامنځته کیږي، په ځانګړي ډول د اوړي په موسم کې، چې د تندې د لاسه سپیان آن چې لیوني کیږي او د لیوني سپي داړل یو شمېر ناروغۍ زیږوي او ډیر زر انفیکشن رامنځته کوي. که داسې پیښه رامنځته شي سمدلاسه د انفیکشن او ناروغۍ خپریدو مخنیوی څرنګه وکړئ؟ لاندې نسخې وازمویئ! زخم معاينه کړئ: له هر څه وړاندې لومړی زخم معاینه کړئ، ځکه چې که چیرې زخم کوچنی او معمولي وي نو درملنه یې په کور کې هم ممکنه ده، خو که چیرې د سپي غاښونو هډوکې ته زیان رسولی وي نو بیا اړینه ده چې د ډاکټر له لورې یې طبي معاینه وشي. ټپ پریمنځئ: د سپي داړلو څخه وروسته ټپ په صابون سره پریمنځئ، په ځانګړي ډول هغه صابون چې د مکروب په ختمولو کې مرسته کوي، که څه هم صابون سره د پریمنځلو پر وخت سوز زیات وي خو په مرسته یې جراثیم له منځه ځي. ټپ زور کړئ: په داسې وخت کې بیا ټپ زور کړئ او د هغه ځای نه روانه او اضافي وینه د ټوټې په واسطه پاکه کړئ، چې په دې سره به وینه ودریږي، که چیرې بیا هم وینه دوام لري نو سمدلاسه طبي معاینه ترسره کړئ. اینټي بیټک مرهم ولګوئ: اینټي بیټيک مرهم په ټپ او شاوخوا یې ولګوئ، په دې کریم سره د ټپ انفیکشن د خپریدو مخنیوي کې مرسته کوي. پټۍ یا پلستر ولګوئ: د دې هر څه سرته رسولو وروسته پر ټپ کلکه پټۍ ولکوئ، خو دومره کلکه هم نه چې درد پیدا کړي یا شاوخوا وینه جام کړي، همدا ډول وخت تر وخته پټۍ بدله کړئ، د لامبلو پر وخت ټپ له اوبو وساتۍ او ټپ ته پر کتلو تازه کریم ولکوئ او پټۍ وربدله کړئ. د تیسانس انجکشن ولګوئ )Titanse injection(: ډاکټران د سپي داړلو نه وروسته ضرور د تیسانس انجیکشن لګولو مشوره ورکوي، ځکه چې په دې سره په بدن کې د جراثیم خپریدو مخه نیول کیږي. پر ټپ نظر ساتئ: د سپي داړولو نه وروسته هیڅکله غفلت مه کوئ، او هر وخت پر ټپ نظر ساتئ، که چیرې ټپ، انفیکشن (درد زیاتېدل، پړسوب کول، د زخم شاوخوا سوروالی رامنځته کېدل، تبه او یا زووې راوتل) پیدا کړي سمدلاسه طبي معاینه ترسره کړئ، ځکه چې د سپي داړلو ټپ اوږدېدو سره د سرطان ناروغۍ رامنځته کیدو امکانات زیاتیږي. همدا ډول باید په پام کې ونیول شي که څوک د شکر یا ځیګر ناورغي لري سمدلاسه دې ډاکټر ته رجوع وکړي او طبي معاینه دې ترسره کړي، ځګه چې د داسې ناروغ د بدن دفاعي سیستم کمزوری وي او په کوچني ټپ هم لویه ستونزه رامنځته کیږي.

(Visited 14 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.