The news is by your side.

بلک باکس یا تور بکس څه شی دی؟

محيب رحمتي

0

کله چي له الوتکې سره کومه پېښه کېږي نو موږ اورو چي بلک باکس یا تور بکس پيدا شو، د بلک باکس لټون روان دى يا چي بلک باکس پيدا سي د پېښې لامل به معلوم شي.

لومړى خو بلک باکس په اصل کي تور رنګ نه لري يا تور نه دى بلکي تېز مالټه يي رنګ لري. تور بکس ځکه ورته وایي  چي له پېښي وروسته موندل کېږي نو د اور له امله سوځلى او تک تور سوى وي يا د ځينو په اند په لومړيو کي ډيزاينوونکو تور رنګ ورکړى چي له همدې امله په بلک باکس مشهور شوی دی.

توربکس د رسنیو په ګډون په ولس کي هم ډېر مشهور دى حال دا چي پوهان ورته اليکټرونک فلايټ ډيټا ريکارډر يعني د الوتکي برېښنايي معلومات ثبتوونکى هم وايي.

تور بکس دوې برخي لري. يوې برخي ته يې فلايټ ډيټا ريکارډر FDR يعني د الوتکي معلومات ثبتوونکى او بلي برخي ته يې کاک پيټ وايس ريکارډر CVR يعني د پيلوټانو د کابین غږ ثبوونکى ويل کېږي.

توربکس په هره تجارتي، شخصي يا جنګي الوتکو کي حتماً نصب وي. عموما د الوتکو په لکۍ يا لکۍ ته نژدې نصب وي.

د FDR برخه په هوا کې يعني د پرواز په مهال د الوتکې سرعت، لوړوالى، د هوا سرعت، د تودوخې درجه، د تيلو ليول (اندازه)، د اټو پايلټ حالت او داسي نور ډېر عوامل نوټ کوي.

پرمختللي FDR په سلګونو پيراميټرونه ثبتوي او دا ثبت لږ تر لږه تر 25 ساعتونو پوري بک آپ لري.

د بتوربکس جوړولو خيال د لومړي ځل لپاره د اسټراليايي ډيويډ وارن په ذهن کي پيدا شو چي د هغه پلار د الوتکې په يوه پېښه کي مړ سو. کله چي يې پلار ومړ دى د نهو کلونو و. دا پېښه په 1934 کې وسوه.

ډيويډ په 1590 کې د توربکس په جوړولو کار پيل کړ او په لومړي ځل په 1953 کې په ايرونا ايروناټيکل ريسرچ لابراتوار ARL کې تيار سو. فلايټ ډيټا ريکاډنګ ډيوايس یا د الوت د معلوماتو د ثبت آله په دوهم نړيوال جنګ کې په بریتانیا کې جوړه سوه. پر دې  علاوه د MATA HARI په نوم فلايټ ريکارډر په فنلنډ کې د سمندري ځواکونو يوه انجنير Veijo Hietala جوړ کړ چې د تور رنګ صندوق په شکل کې و.

د نن سبا ډيجيټل کاک پټ ريکارډر  تر دوو ساعتونو پوري خبرې ثبتوي او که زياتي شي نو نوري خبرې پر هغو خبرو برسيره ثبت کېږي. په دې ثبت کې په الوتکه کي دننه خبري، شااوخوا غږونه، له کنټرول ټاور سره کېدونکې خبرې ثبت کېږي. لومړيو هغو يوازي تر 30 دقیقو پوري ثبت کولی شوای.

توربکس يا  FDRs نه تخریب کېدونکي ګڼل کېږي ځکه چې دوى له ټايټينيم وسپيني څخه جوړ شوي دي چي د وسپيني دوه پوښه لري. مخکي له دې چي په الوتکو کي نصب شي هغوى ازمايل کېږي چي څومره زور او د پېښې شدت زغملى شي. په اور کي د سوځېدو په صورت کي تر 1100 درجې پوري تودوښه د يوه ساعت لپاره زغملى شي. په اوبو کي د لوېدو په صورت کي تر شپږ زره متره ژورو اوبو فشار زغملى شي. که په ژور سمندر کي د بلک باکس د پيدا کولو ضرورت پيښ شي نو له هغه سره يو ډيوايس (اله) د بيکن لوکېشن لوکېټر په نامه نصب وي تر 20 زره فوټو يا 4 کیلومتره ژوروالي کي ښه کار کوي. هر شل ثانيې وروسته يو ځل د پينګ غږ  له موقعیت سره ورکوي. بيټرۍ يې له 30 بيا تر 90 ورځو پوري کار کوي او د هند سمندر غوندي مالګينو اوبو کي تر دوو کلو پوري ډيټا ساتلى شي.

ساينس پوهان اوس په دې کار کوي چي د هري الوتکي رئيل ټايم لوکېشن، وايس ريکارډنګ او فلايټ ډيټا په مستقیم ډول له سيټلايټ سره ونښلوي تر څو په راتلونکي کي د بليک بوکس د پيدا کولو ضرورت نه وي. بليک بوکس که څه هر څومره ټينګ او له تباه کېدو خوندي دى خو بيا هم د هغه په پيدا کولو کي له ناکامي سره مخ کېدل ممکن دى خو له سيټلايټ سره د نښلول کېدو په صورت کي به دا ټولي ستونزي له منځه لاړي شي.
عموما د بتوربکس څېړنه د الوتکې اړونده کمپنۍ کوي. لکه د بوينګ الوتکو د بلک باکس څېړنه بوينګ کوي. خو د هر ملک د هوايي چلن قوانین مختلف وي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.