د سږ کال په پیل کې خبر خپور شو چې فېسبوک د مسيجونو خدمات له وټساپ او انسټګرام سره یو ځای کوي چې دا خبر د دې شبکې بنسټګر مارک زوکربرګ هم تصدیق کړی و.
خو اوس د اپليکېشن او ټکنالوژي ماهر جین وونګ داسې شواهد پیدا کړي چې فېسبوک پکې د مسيجونو خدمات بېرته خپل اصلي اپليکېشن ته لېږي.
فېسبوک په ۲۰۱۴ز کال کې د مسنجر په نوم د مسيجونو لپاره یو ځانګړی اپليکېشن جوړ کړ چې په دې سره له اصلي اپليکېشنه مسيجونه جلا کړل او په دې برخه کې ډېر نوي فېچرونه را منځ ته شول.
جین وونګ وايي، د فېسبوک په اصلي اپليکېشن کې د چټ ډېرې محدودې اسانتیاوې شته چې کاروونکي پکې مسيجونو کولای شي، خو په مسنجر کې تر دې زیاتې اسانتیاوې شته.
تر دې مهاله فېسبوک رسماً نه ده تصدیق کړې چې مسيجونه به کله اصلي اپليکېشن ته داخل کړي.
(Visited 111 times, 1 visits today)