The news is by your side.

د ټکنالوژۍ له ډګره

ژباړه: ریحان الله

0 486

د امريكا د متحدو ايالتونو نامتو پانګه وال اېلون مسك د يوې نوې پروژې په ترڅ كې د داسې مسافر وړونکي مزایل د جوړولو خبر وركړ چې له لندنه نيويارك ته اته ساعته سفر به ۲۹ دقيقو ته راټيټ كړي.
د الوتكو په واسطه د هوايي سفرونو موده كه څه هم اوږده ده خو د هرې ورځې په تېرېدلو سره د نوې ټېكنالوژۍ له بركته لنډيږي. دا دى اېلون مسك د چټك هوايي سفر د خپل خوب د ريښتيا كولو په موخه ملا وتړله.
ایلون مسك د سپېس اېكس په نامه د فضايي چارو يو شركت لري چې فضا ته توغندي ليږي. ایلون مسك هيله لري چې له دې توغندي ډول د هوايي جهاز سفرونو په برخه كې كار وکړي.
دا فضايي مسافر وړونکي مزایل چې بي اېف آر(BFR) نوميږي كولاى شي چې په ساعت كې ۲۷ زره كيلومتره واټن او وهي. پدې ډول به مسافرين له يوې سيمې بلې ته په ډېرې چټكۍ سره سفر وكړي.
ددې سفينې سرعت د عادي الوتكو په پرتله درې برابره ډېر دى. پدې ډول له لندنه د امريكا د نيويارك ښار ته د الوتكې سفر به د ۸ ساعتونو نه يواځې ۲۹ دقيقو ته راټيټ شي.
دا مزایل لومړى د ځمكې له مداره وځي او بيا د جاذبې د قويې د نشتوالي نه په ګټې پورته كولو سره چټك حركت كوي چې د ناستې پر مهال بېرته د ځمكې مدار ته راځي او بيا په ځانګړي هوايي ډګر كې ناسته كوي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.