The news is by your side.

هبل ټيلي سکوپ

محيب رحمتي

0
د هبل سپيس ټيلي سکوپ
له نن څخه 400 کاله مخکي د کايناتو ننداره په ساده سترګو کېده. په آسمان کي د پيو لار کهکشان يوازي د يوې سپيني ورېځي غوندي ښکارېده نور نو هيڅوک نه پوهېدى چي په هغه کي څومره سيارې پټي دي. رنګين آسمان يوازي په ستورو ډک ښايسته و. موږ دا فکر کوى چي زموږ کهکشان او په اسمان کي ستوري بس همدا ټول کاينات دى.
په1610 کي ګليليو په لومړي ځل ټيلي سکوپ جوړ کړ او دا يې په ډاګه کړه چي زحل ښايسته رنګ هم لري. مريخ خپل چاپيره سپوږمۍ هم لري. له ستورو نه علاوه د ګيسونو وريځي هم سته چي وروسته بيا نيبولا ونومول سوې او په لمريز نظام کي د سيارو د کشف سلسله شروع سوه. د ګليليو د ټيلي سکوپ وروسته د کايناتو نندارې نور هم زور واخیست، پرمختګونه وسول او زيات معلومات راغونډ سول.
د زياتو هلو ځلو وروسته د 1990 د اپرېل په 24 هبل سپيس ټيلي سکوپ خلا ته ولېږل سو. انسانان خپله هم نه پوهېدل چي کوم شى چي دوى لېږي هغه به څومره ګټور وي او د کايناتو په اړه به زموږ نظريه څومره بدله کړي.
د هبل سپيس ټيلي سکوپ له څېړنو مخکي موږ ته کاينات يوازي د ستورو يوه حلقه او د ملکي وې ګيلکسي وه. خو هبل ټيلي سکوپ انسان حيران کړ چي تر پيو لار کهکشان څخه په سلګونه واره غټ کهکشانونه په کايناتو کي د سفر په حال دي او تقریبا 2000 بيليونه د ليدو وړ کهکشانونه په کايناتو کي د يوه نامعلوم منزل په لور روان دي.
په 1990 کي د اپریل په 24 د هبل سپيس ټيلي سکوپ څخه خلا ته ولېږل سو چي د امریکا د نامتو ستورپوه ايډن هبل په نوم نومول سوى دى.
ايډون هبل په 1889 کي په امریکا کي پيدا سو او د ستورپوهني په برخه کي يې زدکړي او څېړني وکړې. د هبل ټيلي سکوپ د 1990 د اپریل په 25 په خلا کي خوسى سو. لومړى تصویر يې د مې په 20 واخیست.
دا ټيلي سکوپ 13.2 ميټره اوږدوالى لري. د توغولو په وخت يې وزن لس زره 886 کيلو ګرامه و. پنډوالی يا قطر يې 4.2 ميټره دى. له ځمکي څخه د 547 ميټره په لوړوالي کي په Low orbit کي په ځمکه باندي په ساعت کي د 27300 کیلو میټره په سرعت سره راګرځي. يعني يو چکر په 92 منټه کي مکمل کوي. که چیري يو ميل لري د يوه وېښته په اندازه کوم روښانه شى موجود وي نو هبل ټيلي سکوپ په هغه باندي فوکس کوي او معلومات درکولى سي. د لومړۍ شيشې قطر يې 2.4 ميټره ده چي وزن يې828 کيلو دى. د دوهمي شيشې قطر يې0.3 ميټره او وزن يې12.3 کيلو ګرامه ده.
د لمر په مرسته په سولر بيټرۍ چارجېږي او کار ترې اخلي. دوې دانې 25 فټه 5500 واټه سولران لري.
هبل سپیس ټيلی سکوپ له 1990 راهیسي تر اوسه پوري له 13 لکو تجربې يا ليدني کړې دي چي په همدې لیدنو باندي ستورپوهانو تر 15000 زره زیاتي پاڼې لیکلې دي. له همدې امله هبل سپیس ټيلی سکوپ په نړۍ کي له هغو آلو څخه يوه ده چي په معلوماتو باندي يې زیاتي لیکني سوې دي.
هبل سپیس ټيلی سکوپ په اونۍ کي 150gb ساینسي ډيټا ځمکي ته رالېږي یعني په يوه کال کي 10Tb ډيټا. تر اوسه پوري يې 150tb ډيټا ځمکي ته رالېږلې ده. له 1990 بیا تر اوسه پوري يې په فلکياتي څېړونو کي زیات مهم رول لرلی دی. د همدې آلې په مرسته ساينس پوهانو 13.4 بیلیونه کاله پخواني فلکي اجسام لیدلي دي. خو دا آله به په راتلونکو څو کلونو کي له کاره ولوېږي.
کېدی سي چي 2030 پوري يا د هغه نه مخکي له کاره ولوېږي خو د هبل سپیس ټيلی سکوپ د ځای نيولو لپاره “جیمز ویب اسپیس ټیلي سکوپ” تقریبا تیار دی يا به د سږ کال په دسمبر يا به راتلونکی کال سپیس ته وتوغول سي. دا نوې ټيلي سکوپ تر هغه پخواني ډېر ماډرن او په نوو وسایلو سمبال دی.
Leave A Reply

Your email address will not be published.