د هندي سېنما نور اداکاران هر کال ډېر زیات فلمونه نندارې ته وړاندې کوي، خو د دې سېنما وتلی ستوری عامر خان که څه هم ګوته په شمار فلمونه تولیدوي، خو فلمونه یې هر کال ډېرې زیاتې پیسې ګټي.
په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې د «دنګل» په نوم د هغه فلم په ټوله نړۍ کې ۲۰۰۰ کروړه او هندوستان کې ۳۸۶ کروړه پیسې وګټلې، په ۲۰۱۴مېلادي کې د «پيکې» په نوم فلم یوازې په هندوستان کې ۳۴۰ کروړه وګټلې او په ۲۰۱۳مېلادي کې «دهوم تري» او ۲۰۰۹مېلادي کې دې فلمونو په تر تیب سره ۲۸۴ کروړه او ۲۰۲ کروړه وګټلې، خو په ۲۰۱۸ مېلادي کال کې د «ټهګز اف هندوستان» په نوم د هغه فلم ناکام ثابت شو.
عامر خان په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ مېلادي کلونو کې هم خپلو مینهوالو ته د ځینو فلمونو په تولید بوخت دی. د سږ کال مارچ په ۱۴ نېټه عامر خان وویل، د دې سېنما له وتلې ستورې کرینا کپور سره به یو ځای د «لال سېنګهـ چدها» په نوم فلم د ۲۰۲۰ کال کريسميس په مراسمو کې نندارې ته وړاندې کړي.
د «موګل» په نوم د هغه دویم فلم چې سوبهاش کپور یې لارښوونه یا ډایريکټري کوي، د روان کال په لړ کې خپلو مینهوالو ته وړاندې کړي.
د «مهابهارهت» په نوم د هغه درېیم فلم چې مرکزي لوبغاړي به پکې د دې سېنما وتلي اداکاران اميتابهـ بچن او کترینا کیف وي، ښايي په ۲۰۲۰ یا ۲۰۲۲ مېلادي کال کې د سېنماګانو پر پردو را ښکاره شي.
(Visited 111 times, 1 visits today)