The news is by your side.

عالیه بهټ نومانده هم شوه

0 5

که څه هم په هندي سېنما کې عالیه بهټ اوس هم په فلمي برخه کې یو ځانګړی مقام لري، خو هغه په دې بسنه نه‌ کوي او غواړي له دې ډېره وځلېږي.
د بالیووډ سېنما دا وتلې فلمي ستورې عالیه بهټ په دې ورستیو کې د اسیا تر ټولو زیات اغېزناک شخصیت جايزې ته ځان نومانده کړی دی او وایي د دې جایزې لپاره یې نوماندې ستر ویاړ دی.
د هندي رسنیو د مالوماتو له مخې، د اغیزناک شخصیت لپاره عالیه بهټ د اسیا د مشهور فلم لوبغاړيو سره سیالې کوي، خو هنده یوازېنۍ ستورې عالیه بهټ ده چې د دې جایزې د ګټلو لپاره یې خپل نوم ثبت کړی دی.
عالیه بهټ په بالیوډ کې خپل فلمي ژوند د ۲۰۱۲ کاله د فلم سټوډنټ اف دې ايئر څخه پيل کړ او په دومره کمه موده کې یې ځان دومره مشهور کړی چې اوس یې په ميلیونو مینه‌وال پیدا کړي دي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.