تاسې به له سرخطه مخکې په ټولنیزو شبکو کې د بالیووډ مشهورو انسټګرامرانو په اړه اورېدلي وي چې په یوه پوسټ څومره زیاتې پیسې اخلي، خو دا ځل درته د هغوی د ډېرو مینهوالو په اړه مالومات درکوو.
په هندي سېنما کې د ټولنیزو رسنیو فېسبوک او ټویټر تر څنګ د دې سېنما مشهورو ستوریو په انسټګرام کې هم ډېر فعالیت پیل کړی دی.
دوی له سهار له راپورته کېدو، سهارنۍ خوړلو او د شپې مېلو پورې، د هغوی له ښایسته جامو نیولې تر سیلفي او نورو کارونو په اړه د خپلو مینهوالو د مینې ماتولو لپاره پوسټونه کوي.
خو اوس راځو دې ته چې په دې ټولنیز رسنۍ کومه ستورې ډېره مینهوال لري؟
پر انسټګرام تر ټولو ډېر مینهوال د بالیووډ وتلې ستورې دپیکا پډوکون ده. هغه د ۲۰٫۴ میلیونه مینهوالو په درلودلو سره تر ټولو مخکې ده. هغه پر دې ټولنیزې شبکې د خپلو انځورونو تر څنګ د خپلو فلمونو، د چکر ځایونو او د خپل ورځني ژوند په اړه مطالب خپروي.
له پډوکون وروسته پریانکا چوپړا ده چې د ۲۰٫۲ ميلیونه مینهوالو په درلودلو سره په دویم ځای کې قرار لري. هغه پر خپل انسټګرام د مینهوالو تندې خړوبولو لپاره خپل سيلفي او له ملګرو سره خپل انځورونه خپروي. د دې تر څنګ د خپلو فلمونو د ودې لپاره هم کمپاین کوي.
ورپسې د بالیووډ وتلې ځوانه اداکاره عالیه بهټ ده چې پر انسټګرام ۱۹ ميلیونه مینهوال لري. هغه د خپل ورځني ژوند تر څنګ د خپلې اهلي پیشو انځورونه هم پر خپل انسټګرام خپروي.
شرادا کپور د ۱۸٫۵ ميلیونه مینهوالو په درلودلو سره څلورم او جاکوېلاین فرننداز د ۱۵٫۵ ميلیونه مینهوالو پر درلودلو سره پنځم مقام خپل کړی دی.