The news is by your side.

ادبي پارچه

استاد عمر پاڅون

0

زه روان وم دغه لار د یار کوڅه وه

رڼا نه وه تکه توره شپه وه

په چورتونو او خیالونو کې رهي وم

څه ګورم چې نه ګورم په لاره کې پرته وه

ما راجګه په ښي لاس په بسم الله کړه

نرمه وه، چاقه وه، پسته وه

په ترږمۍ کې مې ورته زیر زیر وکتلو

ښکلې تکه سره وه او ښایسته وه

ما خولې ته رانږدې کړه چې یې ښکل کړم

خدایږو چې د قندو نه خوږه وه

ما خوړله ډیر به شوق سره یارانو

ما میندلې پکې ښه ډیره مزه وه

وایه! ژر شه ای پاڅونه چې دا څوک وه؟

هو، دا د کابل د باغ مڼه وه

هو، د ا د کابل د باغ مڼه وه

(Visited 35 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.