The news is by your side.

اعتراف

عبدالهادي هادي

0
موږه یو بل ته ګوته نیسو او انصاف هم کوو
زه او جانان مینه کوو خو اختلاف هم کوو
موږه اوبه یو، او هوا یو، د یو بل له پاره
خو لا سوچونه، هر یو خپل ځانله، خلاف هم کوو
دا مو په خپلو کې منلې، انسانان یو آخر
ګناه به کیږي خو توبه او اعتراف هم کوو
د ژوند په هره مامله کې، اندازه ساتو خو
دغه د سرو شونډو خوراک کې، لږ اسراف هم کوو
موږ پښتانه ، دنیا غلط یو پیژندلي په جنګ
موږ ګذاره هم کوو، ژوند او انعطاف هم کوو
زخمي کابل مو، مخکې پروت دی، د همده کارنامه
لا به شرمیږو نه ، ملاتړ به د سیاف هم کوو؟؟؟
هادي پر داسې برید ولاړ یو، چې شرمیږو ګنې
د ښکلیو شاوخوا تاویږو، او طواف هم کوو
Leave A Reply

Your email address will not be published.