The news is by your side.

اقرار

الهام الدین قیام

0
بیوسه دومره نه یم چې اغیارمې پسی واخلي
افغان یم،ډارن نه یمه چې ډارمې پسی واخلي
ھیڅوک د دښمنیوپه دود خواته راتلای نشي
د یارپه نامه راشي،ھمدایارمې پسې واخلي
پردی په مینه وخاندي نګارراته ښکاره شي
په مینه کې ېې چل وي خپل نګارمې پسی واخلي
په داسې چا مین شم چی ښکلا ورسره نه وي
د غره ساده پښتون یمه سینګارمې پسی واخلي
په مینه کی ځان بایلم بس ھمدا زما قصوردی
خپل واک رانه پردی شي اواختیارمې پسی واخلي
په توره اوخنجر خو ښاماران ھم ماتوی شم
لستوڼي ته راننوزي،ووړمارمې پسی واخلي
کوم څوک راته باباشي ورته پلاروایم ملګرو
بل څوک مې ماتوی نشي خوپلارمې پسی واخلي
د پلارنیکه ویاړونه مې ورو ورو له منځه یوسي
تاریخ ته ملامت شم،افتخارمې پسی واخلي
د خپل نیکه میراث رانه په چل واخلي قیامه
په زوروي که رضاوي خواقرارمې پسی واخلي
قيام
Leave A Reply

Your email address will not be published.