The news is by your side.

انځورګره جادوګره

پروین ملال

0 201

انځور ګره ، جادوګره !

انځورګره ، جادوګره ؛
درنګونو نڅاګره ، زه پوهیږم
دافسون د سیند دغاړو اهتزاز راټولوای شي
دڅپو د هرې غيږ ې نور اورنګ ته ،
دخوبونو اورنګونو شعر راوړای شي
مالید لې ستا دګوتو جادو څنګه،
درنګونو خم ته لویږي،
دبوډۍ وټال خیژي، دوږمو غیږکي ټولیږی،
داوبو دروح سندره ،دالفه تر، یا پوري،
دیو چا شنډ توب ته لولې

زه یې وینم ستا د سروسترګو شفق کي
سل لمرونه په شیبه ، شیبه ډوبیږي
د آسما نه ستا د برس په وچو شونډ و
د سپوږمۍ جام را ځنځیږي
ته رګونه د ګل پاڼو ، ورېښو ته دګل لولې
دخپلواکي سیلۍ مستې اداګانې
دچنا رجمود ته لیکې
زه یې وینم ستا لاسونه دسپیرې مځکې راتاوشي
د لنګون د درد څپو کي وبید یا ته
د ګلونو، نګهتونو دسپيڅلي زیږوون قصیدې لولي
زه یې وینم ستا کوډ ګر تخیل راوړي
دطاوس په شان وزري، دبوډۍ د ټا ل د غاړې،
ټولوي د اوبو څاڅکي ، دآلماس په رنګ تڼاکې

انځورګره ، جادوګره
زه پوهیږم ستا خیالونه، د دې ژوند په کائیناتو
تروروستي پړاوه بردی
دهریو دزړه رګونو کي بهیږي ،
دچاسترګو، دچااوښکوکي ډوبیږې
تادلمر څخه زده کړی رڼاګانې
هلته لیرې د اسمان دپلوشو ډک سمندرکي
تا کبان دي راټول کړی،
د زرینواونیلګونو څپولاندې
تا لوستلي سپینې بتې ، تا ښکل کړي سپیني زاڼې

مالیدلې ستا دګوتو جادو څنګه ،
درنګونوخم ته لویږي
څنګه ، څنګه دوږمو سره لوبیږي
دبا با اوهند وکش په سرتاویږي
ته کولای شي ، چې شپې چیري بیدې کړي
ته کولای شي، چي تیري ټولي ورځې، راستنې کړي
ته کولای شي چي تللي مسافر بیرته ستانه کړی
ته کولای شي چي شاته په پیړېو پسي ولاړشي
دهغونه بیرته راوړي،
زموږ د فتحي اوبری ټول جشنونه
زموږ غمیزې ، زموږ ژړاوې ټوله پریولي

ته کولای شي چې څاڅکی، څاڅکی راشي
دسپرلی په شا پنډونه دژوند راوړي
زموږ د ښار کاګل بامونو
ددیوال هسکوسرونوته ، اروا دوښو راوړي
ته کولای شي چي ستورو پسي ولاړشي
دسپین ږیري اوبې کس بوډا جونګړه ،
په پانوس اوپه لاټین سپینه بریښنا کړي
دبوډۍ سپېرو کوڅېو ته سابون او، اوبه راوړي
دنجلۍ څیري ګریوان ته ،
دوریښمواودستنو زیري ورکړي
دماشوم ویبلوپښوته دخیالونو په څیر ښکلې
پڼې راوړي
دا منمه ته ، بې تخته شهنشاه یې درنګونو
هرفرمان دي په رنګونو کي چلیږي
دا منمه چي ستا لاس په ټولو بر دی
خو ، زما یوه پوښتنه را ځواب کړه !
کله ، کله دې زما دوطن درد چیري لوستلې ؟
کله ، کله دې دا درد هم انځور کړي ؟
دومره توان لرې ؟ چي دغه درد انځورکړي ؟
انځورګره ، جادوګره !
درنګونو نڅاګره !
۲۰۲۱ / ۱۱ / ۱۱

Leave A Reply

Your email address will not be published.