The news is by your side.

اور لګوم

بصیر بېدار ستوری

0
په هـــــــغه ټولو تصویرونو بانــــــدې اور لګوم
ســــــــتا د مودو مودو یادونو باندې اور لګوم
نه مې ته خپل کړي ، نه خپلیږې خود غرضه اشــنا
ستا د رشـــــــتو ټولو تارونو بانـــــدې اور لګوم
علم په هر مسلمان فرض ، خو په موږ بنـــدیز دی
قـــــــــلم ماتـــــــومه کتابونو بانــــــدې اور لګوم
موږ د زړې پـــــــــــــیړۍ زاړه دور ته بیا روان یو
د پر مخــــــــــتګ ټولو نومونو بانـــدې اور لګوم
دژوند کتاب کې صرف نامه د محـــــــــبت لـــــټوم
میــــــنه خپلوم په نفـــــــــــرتونو باندې اور لګوم
چې مونږه سترګي غړولي دي نو ویر ماتم دی
د ژوند دشمن دی په جنګونو بانــدې اور لګوم
ارمان ارمان کې عــــمر تېر شو پوره نه شو ارمان
نور مې د ژوند په ارمـــــانونو باندې اور لګوم
اوس که مې لاس تړې وهې مې خیر بې وســه یمه
چې وخت یې راشي ستا ظلمونو باندې اور لګوم
موږ چې لیدلي وو بېداره شو عـــبس خوبـــــونه
نور مې د خـــــوب په تعبیرونو بادندې اور لګوم
Leave A Reply

Your email address will not be published.