The news is by your side.

اې اختره

زرمینه حسن

0
نن اختر دی زه د جنګ په اور سوځیږم
لکه پاڼه د خزان غېږ کې رژیږم
د سپوږمۍ پلوشې نه ښکاري اسمان کې
زه د تورو شپو په غېږه کې زورېږم
هيڅ احساس د خوشالۍ کولای نه شم
لکه شمع د اختر په شپه ژړېږم
‏ ‎زما برخه نه نغمې شته نه سازونه
شپه او ورځ د غم ټالونو کې زنګېږم
اې اختره خوشالي به څنګه وکړم
ګورې نه چې د جګړو په اور وريتيږم
ای اختره غلي تير سه ویښ مي نه كرې
د وطن خوبونه وينم خوشحالیږم
‏ ‎مونږ نه هیری دی میلی د اخترونو
چي خپل وران کلي ته ګورمه ويريږم
هر ارمان د ‎زرمینی خاورې ايرې شو
ژوند به نور څنګه تېرېږي نه پوهیژم
زرمینه حسن
ستاکهولم ۲۰۲۱-۰۵-۰۸
(Visited 44 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.