The news is by your side.

باران

مصطفی صفا

0 112

نن له بارانه سره نه شاربم د تندې کیسې
نن له سیندونو سره نه وهم په کاڼو کې لاس
نن له بادونو سره نه وېشم د ترخو وږمې
نن په شګلنو لارو نه کرم بادوړي پلونه

نن بې مزله یمه
لارې په ما کې ورکې
ما ته خوبجنه بې خوبي راپاتې
د باران څاڅکي مې وېښتو کې زانګي
باد مې حواس شیندلي
خپلو لاسو ته، لاسرسی نه لرم

نن مې چوپتیا څو برابره زیاته
د ځان د ننه په ډیر څه باندې راضي نه یمه
د ذهن شا ته ډېر یادونه اضافي راسره

هوا کې ځوړند د باران تارونه
په ونو ګرځي د بادونو ګزمې
خو زه په خپل یوازیتوب کې تللی
څو بې دلیله ارمانونه مې په زړه راپنډ دي
څو بې سببه اندېښنې مې په اروا کې رپي
او ما له ځان سره په شر اړوي

بارانه! ودرېږه!
باده! له ما سره لاسونه یو کړه
سینده! زما بې خوبي یوسه چېرته
زه د خپل ځان په نامنلې برخه برید کومه
باید همدغه ورځ له ځانه یو څه وشړمه
باید همدغه ورځ یو څه رانه جدا پاتې شي!

 

۱۳۹۰/۹/۸

Leave A Reply

Your email address will not be published.